
د اوبو او انرژۍ برخې متخصص نظيم سمون په نړۍ کې وروستیو کړکېچونو ته په اشارې ليکلي، چې د روسیې – اوکراین، اذربایجان – ارمنیا او اسرائیل – ایران په جګړو کې د انساني ځواک مخامخ کېدل بېخي کم یا په نشت حساب دي او ټوله جګړه د مصنوعي ځيرکتیا او پرمختللو وسلو پر مټ مخته وړل کېږي.
ښاغلی سمون زياتوي «د جګړې په میدان کې د دقیقو اطلاعاتو، سوق و ادارې او دښمن ته د ضربې واردولو لپاره نن سبا ټوله اتکا پر مصنوعي هوښ سمبال وسلو باندې ده چې دقت او ګوزار یې فوق العاده او انساني مصرف یې کم دی».
د نوموړي په خبره، نن سبا زور لومړۍ خبره کوي او د زور مخې ته یوازې زور درېږي.