Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د عبري رسنۍ تحليل؛ غزه د لوېدیځ په ګڼ شمېر ځوانانو کې د اسلام منلو لامل شوې ده
    منځنی ختیځ

    د عبري رسنۍ تحليل؛ غزه د لوېدیځ په ګڼ شمېر ځوانانو کې د اسلام منلو لامل شوې ده

    عمران آغاعمران آغا30 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عبراني ژبې تحلیلي ویب‌پاڼې «میکومیت» په یوه مفصل راپور کې اعتراف کړی چې که څه هم له کال ۲۰۰۱ راهیسې له یو میلیون څخه زیات امریکایي اتباع مسلمان شوي دي، خو د اکتوبر د ۷مې (د الاقصی طوفان عملیات او د صهیونيستي رژیم له خوا د غزې په تړانګه برید) وروسته دغه بهیر نور هم ګړندی شوی دی.

    د يادې رسنۍ تحليلي راپور زياتوي چې پر امريکا سربېره د اسټرالیا، فرانسې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو ډېری ځوانان هم ټینګار کوي چې د غزې د خلکو مقاومت دوی ته قناعت ورکړی چې اسلام ته داخل شي.

    دا راپور چې د ایلاد بن ډیویډ له‌خوا چمتو شوی، زیاتوي «د غزې د جګړې له پیل راهیسې، چې د اکتوبر په اوومه د بریدونو له امله رامنځته شوه، په لوېدیځ کې عام بحثونه او دریځونه په اساسي ډول بدل شوي دي او له دې بدلونونو څخه يو لوی بدلون د اسرائیلو پر کړنو سختې نیوکې او د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو غندنه ده.»

    ميکوميت رسنۍ په خپل راپور کې همدا راز اعتراف کړی چې د لوېديځ ډېری غیر مسلمان ځوانان د غزې د خلکو له کړاوونو سره خواخوږي لري او همدا خواخوږي د دې لامل شوې چې له اسلام سره د لويديځ د ځوانانو د یووالي احساس زیات شي او اسلام ته مخه کړي.

    تحليل زياتوي چې د لويدیځ د خلکو اسلام ته تمایل نوې خبره نه ده، بلکې شاوخوا شل کاله وړاندې، د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته لسګونه زره امریکایانو د اسلام دين قبول کړ ترڅو دغه دین له رسنیو او تبليغاتو پرته په خپلواکه توګه وپېژني او د دوی له منځه یې ډېرو وويل چې رسنیو د اسلام منفي تصویر وړاندې کړی؛ خو دوی د اسلام اصلي او مثبت اړخ اسلام ته په داخلېدو سره وليده.

    يادې اسرائيلي رسنۍ وړاندې ليکلي چې د اسلام په لور روان بې ساري تمایل آن ځینې یهودیان هم اغېزمن کړي دي او په همدې لړ کې مایکل چې یو یهودي امریکایی پولیس و، د «انصاري» په نوم په یوه مشهور پاډکست کې د اسلام په لور د خپل سفر په کيسه کې وويل چې د اکتوبر له اوومې وروسته د اسرائیلو جګړې او په غزه کې د دوی وحشت دی وهڅاوه چې اسلام ته ور وګرځي.

    د اسلام مبارک دين د چټک خپراوي او د غزې د موضوع په اړه په دې تحليل کې همدا راز راغلي فرانسه چې د لويدیځ په کچه پکې تر ټولو کم مسلمانان شتون لري، هم اسلام ته د تمایل په برخه کې پکې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي او ډېری فرانسوي وګړو، چې اکثريت یې ځوانان دي، غزه د الهام سرچینه بللې او د اسلام مثبت انځور یې پیاوړی شوی دی.

    عبدالله بن منصور، چې د اروپا د اسلامي سازمانونو د اتحادیې مشر دی، وايي «د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په فرانسه کې د اسلام منونکو خلکو شمېر ډېر زیات شوی دی له ۸۰ تنو په ورځ کې تر ۳۰۰ یا آن ۴۰۰ تنو پورې رسېدلی. د ده په وینا، یوازې په دوو میاشتو کې، شاوخوا ۲۰ زره فرانسویانو چې اکثریت یې ځوانان دي اسلام قبول کړی دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر د لرې پرتو ولسوالیو ۵۰ ټنه ګیلاس هند ته صادرېږي
    راتلونکي مقاله د پنجشېر-تخار نښلوونکي سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور شوه

    مربوطه لیکنې

    د حماس غورځنګ وياند حازم قاسم: فلسطيني خپلواکې ادارې ته د ټولو حکومتي ادارو د سپارلو پرېکړه نهايي شوې

    12 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026

    اسرائيل وايي امريکا ورسره په لبنان د پوځي عملياتو په پيل موافقه کړې

    8 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 جنوري 2026

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    ‏په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني، د ابو ظبۍ اتحاد…

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    14 جنوري 2026

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.