Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د لبنان د حزب الله د سياسي شورا غړی محمود قماطي: موږ خپلې پوځي وړتياوې بېرته ترلاسه کړي او د هر ډول بريد ځواب ويلو ته چمتو يو
    منځنی ختیځ

    د لبنان د حزب الله د سياسي شورا غړی محمود قماطي: موږ خپلې پوځي وړتياوې بېرته ترلاسه کړي او د هر ډول بريد ځواب ويلو ته چمتو يو

    صابر افغانصابر افغان13 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لبنان د حزب‌الله ګوند د سياسي شورا غړي محمود قماطي ويلي، چې د دوی د وسلو په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنه دا ښيي چې حزب‌الله يو پياوړی او چمتو پوځي ځواک دی او د هر ډول بريد د ځواب وړتيا لري.

    قماطي زياته کړې «موږ د امريکا په اداره هېڅ باور نه لرو، دا اداره د سيمې د زياترو بريدونو او ترورونو تر شا ولاړه ده او د حزب‌الله عمومي مشر حسن نصرالله هم د اسرائیلو په لاس د امريکا له لوري ووژل شو.»

    نوموړي ټينګار کړی، چې حزب‌الله نه غواړي له امريکا سره خبرې وکړي او نه هم د کومې معاملې نيت لري او زياته کړې یې ده «موږ د صبر ستراتيژۍ ته ژمن يو، دا ستراتېژي دا مهال د لبنان په ګټه ده.»

    دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د امريکا ځانګړي استازي «توم باراک» تېره مياشت لبناني چارواکو ته وړانديز کړی و، چې که حزب‌الله خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او اصلاحات عملي شي، نو امريکا به د لبنان د بيا رغونې او مالي بحران په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

    خو لبناني چارواکو بيا امريکا ته يو اووه مخيزه سند وړاندې کړی، چې پکې د لبنان له ځينو سيمو څخه د اسرائيلو د وتلو غوښتنه شوې او ژمنه یې ورکړې چې حزب الله به بې وسلې کوي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځو جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي

    مربوطه لیکنې

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025

    حماس: د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.