انادولو خبري اژانس د اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو امریکايي چارواکو او یوې سیمهییزې سرچینې په حواله ویلي، چې امریکا د ایران پر وړاندې د بیاځلي احتمالي پوځي عملیاتو په درشل کې سعودي عربستان او قطر ته دوه نور پاتریوت توغندیز سیسټمونه لېږلي دي.
د راپور له مخې، یو پاتریوت سیستم سعودي عربستان ته د تېلو د یوه مهم مرکز او بل یې قطر ته د طبیعي ګاز د یوه مهم مرکز د ساتنې لپاره استول شوی دی.
راپور زیاتوي، چې امریکا منځني ختیځ ته نورې جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې او سرتېري هم لېږي.


