
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۹عمر ثالث فرقې له بېلابېلو جزوتامونو څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین د یوې دورې تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د خبر لهمخې، په دې اړه مراسمو کې د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد محمدي فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې اسلامي نظام په علم، ایمان، تقوا او عدالت باندې ولاړ دی.
نوموړي زیاته کړې: «ستاسو مسؤلین هغه کسان دي چې خپل ژوند یې د علم، جهاد او اخلاص په لاره کې تېر کړی دی.»
خبر زیاتوي، په یادو مراسمو کې نویو فارغ شویو منسوبینو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې له اسلامي نظام څخه به په پوره هڅه دفاع او ملاتړ کوي.