
د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته د نامشروع اړیکو لرلو په جرم، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د هېواد سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ابتدائیه محکمې یاد مجرمین پر ۱۸-۱۸ میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزاء محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
د یادونې ده، چې د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته په قضایي ادارو کې شرعي قوانین نافذ شوي؛ چې ورسره په ټولنه کې د جرایمو کچه کمه او د عامه خوندیتوب کچه لوړه شوې ده.