
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰۱ او د ټپیانو شمېر ۶۷۱ تنو ته لوړ شوی.
د خپرو شویو ارقامو لهمخې، په دغو سېلابونو کې ۴۰۵۴ څاروي تلف شوي، ۲۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۴۱۳ نور جزوي زیانمن شوي دي.
همداراز، د پولیسو دوه حوزې د سېلابونو له امله ویجاړې شوي، ۶۳۹ موټر ویجاړ شوي، ۸۲۴ هټۍ زیانمنې او ۱۲۷ نور بیا په بشپړه توګه له منځه تللي دي.