شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې د دوی د ملګرو د جسدونو بې حرمتي کوي، د دفنولو اجازه نه ورکوي او ځینې وخت یې په مخونو تېزاب شیندي. پاکستاني طالبانو د همدې موضوع په تړاو بيا خپلو ټولو مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د حکومتي عسکرو جسدونو له بې حرمتۍ ډډه وکړي، په خوندي ځایونو کې یې دفن کړي او تر بل امر پورې یې دښمن ته ونه سپاري.د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم د پاکستاني طالبانو د غړو کورونو ته د اور اچولو امر کړی و، چې په غبرګون کې یې پاکستاني طالبانو هم په ورته اقدام لاس پورې کړی و.
محمد بن سلمان پزشکيان ته ډاډ ورکړی چې له خپلې فضا او خاورې څخه پر ايران د بريد اجازه نه ورکوي28 جنوري 2026
پاکستانی سناتور مشتاق احمد: د شهباز شریف له خوا د ټرمپ د «غزې د سولې بورډ» د غړیتوب بلنه منل په اصل کې د اسرائیلو د رسمیت پېژندلو پر لور یو ګام دی22 جنوري 2026