Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»‏ملا عبدالغني برادر د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته وکړه
    افغانستان

    ‏ملا عبدالغني برادر د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته وکړه

    صابر افغانصابر افغان3 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو پرانیسته وکړه.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د دې کان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې د مسلکي استخراج له لارې به د هېواد د چټک اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل شي.

    نوموړي زیاته کړې، چې د بلخاب د ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج پروسه تر دې دمه ښه روانه ده.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د اړتیا وړ د ډبرو سکاره به په کمه بیه دوی ته ورکول کېږي او همداراز به دوی ته د سړکونو، روغتونونو او نورو برخو کې ټولنیز خدمتونه لا زیات شي.

    د یادونې ده، چې اوسمهال له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په دغه کان کې په کار بوخت دي او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.

    مخکینۍ مقالهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: زما ګرم سلامونه ويلادیمیر پوتين او کيم‌ جونګ اون ته ورسوئ
    راتلونکي مقاله د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخمنو ملېشو سوډان کې ۱۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه زیاته شوې

    12 مارچ 2026

    پر خوست د پاکستاني رژیم بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه غړي شهیدان او ټپیان شوي

    12 مارچ 2026

    ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بې‌بنسټه ادعاوې کوي

    11 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړیوالي رسنۍ 12 مارچ 2026

    قطری لیکوال محمد الباشق: پر افغانستان د پاکستان برید د واشنګټن د خوښۍ لپاره ترسره شو؛ خو دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه

    قطري لیکوال محمد الباشق ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستی برید د…

    نوي ډيلي کې د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې رد شوې

    12 مارچ 2026

    رندهیر جېسوال: پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی

    12 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطری لیکوال محمد الباشق: پر افغانستان د پاکستان برید د واشنګټن د خوښۍ لپاره ترسره شو؛ خو دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه

    12 مارچ 2026

    نوي ډيلي کې د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې رد شوې

    12 مارچ 2026

    رندهیر جېسوال: پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی

    12 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،141 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.