
د ننګرهار عدلیې ریاست په يوه خبرتيا کې ټولو خیریه بنسټونو ته جدي سپارښتنه کړې، چې د مرستو رسولو او وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونو ته بشپړ درناوی ولري او له هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې د خلکو حساسیتونه راپاروي.
دغه رياست خيريه بنسټونو ته د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو له عکاسۍ کولو څخه په کلکه د ځان ساتنې سپارښتنه کړې ده.
ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر خلکو د خيريه بنسټونو له لوري د کورونو او په تېره بيا د مېرمنو د انځور او ويډيو اخيستو پر وړاندې غبرګون ښودلی و او له حکومت یې د همدې اقدام غوښتنه کوله.