
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین لويديځ په تېره بيا امريکا ته ګواښ کړی، چې که لويدیځ هېوادونه اوکراین ته پوځیان واستوي، نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي.
پوتین پر دې سربېره هغه نظر هم رد کړی، چې ګواکې د اوکراین او روسيې د سولې له وروستۍ هوکړې وروسته دې په اوکراین کې سولهساتي ځواکونه ځای پر ځای شي.
نوموړي همدا راز ويلي، چې د روسیې او اوکراین دواړو لپاره د امنیت تضمینونه اړین دي.
پوتين دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اوکراين او روسيې ترمنځ د سولې تړون کې د اروپا او امريکا يوه غوښتنه دا ده، چې د اوکراين جګړې له پای ته رسېدو وروسته دې دغه هېواد ته سوله ساتي ځواکونه واستول شي.