
د هندوکش غږ سرچينې وايي، پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ ډوګر تحصيل د سرپاخ سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواک او پولیسو پر يو ګډه پوسته پرون ورځ او نن بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه سرحدي عسکر وژل شوي او دوه هایلکس موټرونه هم په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
سرچينه زياتوي، چې نن ورځ بيا پاکستاني پوځ سيمې ته د سوځېدلو موټرو د انتقال لپاره راغلی و، چې د پاکستاني طالبانو له کمين سره مخ شوی او په ترڅ کې یې۷ تنه عسکر وژل شوي او ټپیان دي.
ياده دې وي، چې د پاکستان حکومت او رسنيو په رسمي ډول د ياد بريد په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.