
د یمن المیسره خبري شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پر پلازمېنې صنعا د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د یمن د دولتي خبري اژانس «سبا» ودانۍ هم په نښه شوې.
صهیونیستي رژیم دغه راز په جوف ولایت کې یو طبي کمپلېکس او دغه راز پلازمېنه صنعا کې د تېلو یو شمېر زېرمې هم هدف ګرځولي.
په دغو بریدونو کې دغه راز د صنعا په لویدیځ کې د یوه بل صحي مرکز او یو شمېر نورو پوځي واحدونو هدف ګرځېدل هم تائید شوي.
له بل لوري د حوثیانو پوځي ویاند ویلي، چې د یمن هوایي دفاع سېسټمونو د اسرائیلیو الوتکو مقابله کړې او د صهیونیستي رژیم د عملیاتو د اوږدېدو مخه یې نیولې ده.