د افغانستان سیاسي واقعیت د وروستیو دوو لسیزو په اوږدو کې څو ځله بدل شوی، خو د مشروعیت بحث تل د سیاسي ډلو او نړۍوالو اړیکو په منځ کې د تودو موضوعاتو له ډلې څخه پاتې شوی او هغه ډلې چې ځانونه د «مقاومت» یا «ازادۍ جبهې» په نوم یادوي او د افغان حکومت پر وړاندې یې د نامشروعیت او ولسي ملاتړ د نشتوالي تورونه تکرار کړي دي؛ بل لور ته افغان حکومت ورځ تر بلې د ډیپلوماټیکو، سیمهییزو او نړۍوالو اړیکو په پراخېدو بوخت دی. د کونړ پېښه او د هغې په اړه د دغو ډلو اعلامیو، یو ځل بیا دا تضاد روښانه کړ چې څوک د مشروعیت ادعا کوي او څوک یې په عمل کې تر لاسه کوي.
د مقاومت او آزادۍ جبهې هره پېښه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي او د افغان حکومت پر وړاندې د نامشروعیت ټاپه لګوي. خو د دوی په لیکو کې لویه ستونزه دا ده چې تر اوسه کوم هېواد د مشروع اپوزیسیون په توګه لا هم نه دی پېژني. د دوی غونډې په تکراري ډول ځنډېږي، ګډونوال یې کمېږي او پر نړۍوال سټیج د دوی غږ ورو، ورو د ورکېدو پر لور روان دی، په وروستیو کې یې ډېرې غونډې د ګډونوالو د کموالي، اختلاف او د ملاتړ د نشتوالي له امله یا لغوه شوې او یا یې هېڅ انعکاس نه دی موندلی.
نړۍواله ټولنه چې یو وخت یې د افغانستان د بدیلونو د ارزونې هڅه کوله، اوس په څرګند ډول د دغو ډلو پر وړاندې بېپامه ښکاري او د نړۍ هېوادونه اوس د افغان حکومت د مخالفینو د رسمي پېژندلو پر ځای له افغان حکومت سره د اړیکو پراخېدو په لور ګامونه اخلي.
د کونړ پېښې په اړه د دغو ډلو اعلامیې داسې وړاندې شوې چې ګواکې ولس د دوی تر شا ولاړ دی. خو په هماغه پېښه کې د ځینو نورو مخالفینو د ستاینې څرګندونې د دوی د پروپاګند پر وړاندې یو ډول غبرګون و، ځکه چې خلکو وښودله چې د پېښو د ارزونې معیار یوازې د یوې ډلې له لیدلوري نه دی، بلکې پراخ قضاوت ته اړتیا لري.
په کونړ کې چې کومه پېښه رامنځ ته شوه، د هغوی د اعلامیو پر خلاف ډېری خلکو د حکومت اقداماتو ته د ملاتړ نظر لاره او ځینو نورو مخالفینو هم په غیرمستقیم ډول د حکومت کړنې تائید کړې چې دا د شر و فساد جبهاتو د تبلیغاتي دریځ پر وړاندې یو ډول مخالف غبرګون و.
د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې، سره له ټولو ننګونو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخېدو پر لور عملي ګامونه اخیستي دي. د روسیې ځانګړي استازي د دې خبرې یادونه کړې چې د افغانستان سره د چین او پاکستان اړیکې لوړې شوې او دا په سیمه کې د یو «شین څراغ» په توګه ګڼل کېږي. دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې په نړۍواله صحنه کې د افغان حکومت مشروعیت ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی او مخالفین د نړۍ له سترګو ورو، ورو غورځول کېږي.
د افغانستان حکومت په سیمه او نړۍ کې د اړیکو د پراخولو پر لور عملي ګامونه اخیستي دي او روسیه، چین، ايران، هند او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو یادونه هم کړې ده چې دا د نړۍوال اعتبار نښه ده. دا پرمختګونه ښيي چې نړۍ په تدریج سره د افغانستان اوسنی حکومت د مشروع حکومت او مسؤلان یې د استازو په توګه مني؛ د دغسې ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د مخالفینو د تبلیغاتو پر وړاندې یو قوي ځواب دی.
مشروعیت یوازې په شعارونو نه ترلاسه کېږي، بلکې په عمل، ثبات او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې ښکاره کېږي. مخالفین په ویناوو او اعلامیو کې ځانونه د ولس استازي بولي، خو نه یې د ولس پراخ ملاتړ تر لاسه کړی او نه یې نړۍواله ونډه تأمین کړې ده. په مقابل کې، حکومت په تدریجي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو، سیمهییزو همکاریو او کورني نظم له لارې ځان د مشروع استازي په توګه معرفي کړی دی.
مشروعیت یوازې حقوقي او نړۍوال بحث نه دی، بلکې سیاسي، ټولنیز او کلتوري اړخونه هم لري. د اوسني افغان حکومت مشروعیت د کورني نظم، امنیت او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې ښکاره کېږي؛ مخالفین نه یوازې په دې برخو کې ناکام دي، بلکې د عملي بدیل وړاندیز هم نه لري او د دوی دریځ یوازې په انتقاد ولاړ دی، په داسې حال کې چې حل لارې یې مبهمې او غیر واقعي دي.
مخالفین د شعار له لارې د مشروعیت دعوه کوي، خو افغان حکومت د عمل له لارې دا مشروعیت ترلاسه کوي او د خلکو د ژوند ښه کولو، امنیت د ټینګښت او نړۍوالو اړیکو پراختیا هغه عملي پایلې دي، چې د افغان حکومت مشروعیت ثابتوي. د مخالفینو شعارونه د خلکو په ورځني ژوند کې هېڅ بدلون نه شي را وستلای او په همدې دلیل د مشروعیت تله ورځ تر بلې د افغان حکومت په ګټه درنېږي.
له ټولو شواهدو داسې ښکاري چې مخالفین د مشروعیت دعوه کوي، خو نه یې ولسي ملاتړ شته، نه یې نړۍوال ملاتړ شته او نه هم د بدیل وړاندیز لري. په مقابل کې، افغان حکومت په عملي ډګر کې د ډیپلوماټیکو اړیکو، کورني نظم او د نړۍوالو هېوادونو د اعتراف په زیاتېدو سره مشروعیت ترلاسه کوي. په همدې اساس، نړۍ مخالفین له پامه غورځوي او د افغان حکومت د عروج شاهدان پاتې کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.