Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د عرب-اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه؛ پر قطر د اسرائيلي رژيم بريد ته په ځواب ورکولو ټينګار شوی
    منځنی ختیځ

    د عرب-اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه؛ پر قطر د اسرائيلي رژيم بريد ته په ځواب ورکولو ټينګار شوی

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    الميادين رسنۍ په يوه راپور کې ويلي،چې دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د نن ورځې بېړنۍ غونډه کې د قطر امنيت د ټولو عربي او اسلامي هېوادونو د امنيت نه جلا کېدونکې برخه بلل شوې ده.

    سرچينې ويلي، دا ناسته چې نن د يکشنبې ورځ په دوحه کې جوړه شوې وه د عربي-اسلامي هېوادونو د سبا دوشنبې ورځې د فوق العاده سرمشريزې لپاره پکې په مهمو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

    د معلوماتو له مخې ګډونوالو په ګډه ويلي، چې پر قطر د اسرائيلي رژيم وروستی بريد د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده او په وينا یې دا عمل د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره خطرونه زېږوي.

    له غونډې وروسته د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد الانصاري ويلي، دا ناسته د عربي او اسلامي هېوادونو د پراخې همغږۍ څرګندونه کوي او په خبره یې په دې غونډه کې پر قطر د اسرائيلي رژيم د بريد پر وړاندې د اسلامي او غربي هېوادونو د سبا ورځې نشرېدونکې اعلاميه او ګډ دريځ تر بحث لاندې نيول شوی.

    له بل لوري بیا د عرب ليګ هېوادونو د سرمنشي وياند، جمال رشدي هم ټينګار کړی، چې دا ناسته له قطر سره د بشپړ يووالي او ملاتړ پيغام لېږدوي او په وينا یې د اسرائيلي رژيم «بې‌پروا او بزدلانه بريد» ته بايد عملي او سياسي ځواب ورکړل شي.

    په غونډه کې د اسلامي او عربي هېوادونو د وروستۍ اعلاميې مسوده هم تر بحث لاندې نيول شوې او ټاکل شوې دا اعلاميه سبا ورځ تصويب او رسماً اعلان شي.

    ياده دې وي، چې اسرائيلي رژيم د تېرې سه‌شنبې ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ د مشرتابه د مرکچي پلاوي د ناستې پر ځای بريد وکړ؛ خو بريد ناکامه او د حماس غورځنګ مشران ترې روغ ووتل.

    مخکینۍ مقالهزلزله ځپلو ته د تاجکستان د بشري مرستو لومړۍ جوپه ننګرهار ته راورسېده
    راتلونکي مقاله د جمیعت ګوند داخلي انسجام که د زوال وروستۍ سلګۍ!؟

    مربوطه لیکنې

    امریکا سعودي عربستان او قطر ته د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره پاتریوت سیسټمونه لېږلي

    2 اکتوبر 2026

    له دوبۍ څخه اسرائیل ته روانې مسافر وړونکې الوتکې د تښتول کېدو کوډ فعاله کړی

    30 سپتمبر 2026

    د اسرائیل د ملي امنيت وزير په مشرۍ سلګونه اسرائیليانو د الاقصی مسجد پر انګړ هجوم وروړی

    29 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 اکتوبر 2026

    مولوي عبدالسلام حنفي کندهار کې د زندانیانو ستونزې او غوښتنې اورېدلي

    له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي…

    په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث په اړه نړۍوال کنفرانس پیل شو

    4 اکتوبر 2026

    کندهار والي د ۱۶ ولسوالیو له ولسوالانو سره غونډه کې د چارو پر ښه مدیریت ټینګار کړی

    4 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي عبدالسلام حنفي کندهار کې د زندانیانو ستونزې او غوښتنې اورېدلي

    4 اکتوبر 2026

    په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث په اړه نړۍوال کنفرانس پیل شو

    4 اکتوبر 2026

    کندهار والي د ۱۶ ولسوالیو له ولسوالانو سره غونډه کې د چارو پر ښه مدیریت ټینګار کړی

    4 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.