
د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته په سفر کې د دغه هېواد د وزیرانو شوری مرستیال او دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس آل ثاني سره کتلي.
دفاع وزارت وایي، په دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ د سیمې او نړۍ پر وروستیو پېښو او تحولاتو خبرې شوې دي.
افغان دفاع وزیر په دې کتنه کې پر قطر د صهیونیستي رژیم وروستی برید غندلی او د پېښې قربانیانو ته یې دعا کړې ده.
ښاغلي مجاهد دغه راز قطري لوري ته ډاډ ورکړی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان خلک او مسؤلین د قطر هېواد تر څنګ ولاړ دي.