د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شرعي احکامو د نفاذ، له ولسونو سره د همغږۍ او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو له لوري په دغو غونډو کې قومي مخورو، دیني عالمانو، د ولسونو استازو، ځوانانو او سیمهییزو مسوولینو ګډون کړی و.
د غونډو ګډونوالو د امنیت او ټولنیز نظم د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د عامه خدمتونو، سیمهییزې پراختیا او د خلکو د اړتیاوو په اړه یې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسوولینو د خلکو د ستونزو تر اورېدو وروسته ویلي، د شریعت د احکامو د سم تطبیق او د ولسونو د یووالي لپاره د خلکو او مسوولینو نږدې همغږي اړینه ده. دوی د جهادي اثارو او ارزښتونو د ساتنې قانون او د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرمانونو د رعایت په اړه هم معلومات ورکړي دي.


