
د پنجشېر ولایت د اقتصاد ریاست مسئولینو ویلي، چې د دغه ولایت په عنابه او رخه ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي فیضالباري نوبهار ویلي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه، یو چېکډیم او د اوبو رسولو کانال شامل دي.
د مسئولینو په خبره، په دغو پروژو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.