
په جاکارتا کې د افغانستان سفارت پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغه سفارت سرپرست، مولوي سعدالله بلوچ د یاد هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، محمد انیس ماتا سره کتلي دي.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ښوونیزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
ښاغلي بلوچ په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د اندونیزیا مرستې ستایلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.