
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه ۷۰ زره او ۱۹۲ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي دي، چې له دې ډلې ۴۶ زره او ۴۹۳ د لویانو او ۲۳ زره او ۶۹۹ د ماشومانو دي.
د يادې ادارې له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې تر ټولو ډېر ۴۸ زره او ۹۰۴ زېږون کارتونه په کابل کې وېشل شوي او له هغې وروسته په خوست، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې هم په لوړ شمېر زېږون کارتونه وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، ۳۰ زره او ۶۸۰ کارتونه د آسان خدمت مرکزونو له لارې او ۳۹ زره او ۵۱۲ نور د ژوند پېښو د ثبت امريتونو له لارې وېشل شوي دي.
یادې ادارې په دې موده کې ۱۲ زره او ۴۱۳ د مړینې پارچې هم وېشلې دي، چې تر ټولو ډېرې یې په کابل، کندهار، خوست، فراه، زابل، پکتیا او بلخ کې وېشل شوې دي.