څو ورځې وړاندې د رباني د وژل کېدو د څوارلسم تلین په مناسبت، د مقاومت شوری چې د جمعيت ګوند د فکري غلامانو او د رباني له بدنامو همفکرانو لکه عطا محمد نور او نورو څخه جوړه شوې ده؛ په يوه اعلامیه کې د نوموړي جهاد، مقاومت او ملي سیاست وستایه او هغه يې د عدالت د توغ اوچتوونکی وباله.
دغه بې بنسټه او دروغجنې ادعاوې د رباني په شرموونکې ماضي باندې له لږ غور وروسته روښانه، د جعل او دوکې حربې يې ناکامه کېږي. په دې لیکنه کې به د افغانستان د معاصر تاریخ له مخې د دې جنګ سالار له څېرې نقاب پورته او د هغه اصلي ماهیت به لوستونکو ته په ګوته کړو.
د امریکا له خوا د افغانستان اشغال او ورپسې د جمهوري رژيم رامنځ ته کېدو، د هغو جنګ سالارانو لپاره یو مناسب فرصت برابر کړ چې لاسونه يې د زرګونو بې ګناه انسانانو په وينو سره وو، تر څو د دروغجنو روایتونو او له خپل موقف څخه د ناوړه ګټې اخیستو له لارې، د خپلو ځان غوښتونکو مشرانو اصلي څېرې پټې کړي.
یو له همدې کسانو څخه چې په ژوند او حتی له مړینې وروسته یې د سپین ښودلو لپاره ډېرې هڅې وشوې، برهان الدين رباني و؛ هغه څوک چې د شوروي رژيم تر سقوط وروسته د اسلامي حکومت لومړی ولسمشر وټاکل شو.
ډېری کارپوهان په دې باور دي چې رباني د مؤقت حکومت د څلور میاشتنۍ دورې تر پای وروسته، د واک نه پرښودلو له امله د کورنيو جګړو د پیل یو له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه خونړۍ جګړې چې د کلیو، ښارونو او کورونو په ورانېدلو او د زرګونو بې ګناه انسانانو په وژل کېدلو سره یې ولس درنه بیه پرې کړه.
رباني په هغه وخت کې د جهادي مشرانو تر منځ د شوې هوکړې په خلاف، د واک پرېښودلو پر ځای له اسلامي شعایرو څخه په ناوړه استفادې سره د «اهل حل و عقد» شوری جوړه کړه، تر څو د همدې شوری له لارې چې غړي یې هم خپله ټاکلي وو؛ په واک کې پاتې شي.
له شک پرته د زرګونو نورو ناویلو جنایتونو تر څنګ، د کورنیو جګړو د پیل د اصلي لامل او د افشارو د نه هېرېدونکي جنایت د مرتکبینو په توګه، دا هر څه رباني او د هغه د پلویانو په تندي داسې تور داغ دی چې هېڅکله به د دې ملت له حافظې ړنک نشي، بلکې دا حقایق به له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.
رباني د ژوند په وروستیو کلونو کې له جمهوریت سره د وفادارۍ له امله، د سولې عالي شوری رئیس وټاکل شو؛ هغه څوک چې د خپل غرور، شخصي او ګوندي ګټو لپاره يې زرګونه انسانان د مرګ تر کومې رسولي وو.
د رباني مرګ د دې تیاره بهیر پای نه و، ځکه د نوموړي تر مرګ وروسته، د دې بدنام ګوند نورې مشهورې څېرې لکه عطا محمد نور او زوی یې صلاحالدین رباني هم د خيانت او هېواد پلورنې په هماغه لاره روان شول. د دوی طمعه دومره ډیر وه چې آن په خپلو کې سره جوړ نشول او ترمنځ یې ژور اختلافات رامنځ ته شول.
یو د یادونې وړ ټکی دا دی چې د جمهوريت له پرځېدلو او د دوی د فکري پلویانو د تبلیغاتي ځواک د له منځه تلو وروسته، افغان ځورېدلی ولس ورځ تر بلې د دې څېرو اصلي ماهیت پېژني، حتی تر دې چې اوس د دوی له خپلو څنګلورو پرته، بل هیڅوک د دوی ستاینه نکوي، نه يې یادوي او نه یې یاد نمانځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.