
په چین کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مشر لیو جینسونګ سره کتلي دي.
چین کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، کونسلي خدمتونو او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
لیو جینسونګ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي ترڅنګ ویلي، چین او افغانستان له اوږدې مودې راهيسي په دوستانه او سولهييزه توګه ګډې اړيکې پاللي.
ورته مهال مولوي بلال کریمي په دې وروستیو کې د کونړ له زلزله ځپلو سره د چین له مرستو مننه کړې ده.