
د جمهوريت د رژيم پر مهال د اشرف غني مشاور عبدالستار سعادت په يوه ټويټ کې ليکلي، چې پاکستان سره هغه خلک وجنګېدل چې په پاکستاني توب تورن وو او ډېر نور هغه خلک بيا د پاکستان تر څنګ ودرېدل چې کلونه یې د پاکستان ضد شعارونه ورکول.
سعادت چې اصلي اشاره یې د مقاومت جبهې او نورو ډلو ټپلو مشرانو ته وه زياته کړې، چې ډېر کله عمل تر الفاظو په لوړ غږ غږېږي.
پاکستان سره وروستۍ جګړه کې د افغان حکومت ډېری مخالفو پخوانيو سياسيونو په ښکاره د پاکستان ننګه وکړه او پر افغانستان یې تېری مشروع وباله.