پاکستان؛ هغه هېواد چې پخپله په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو کې را ګیر دی، خو بیا هم د افغانستان په چارو کې له مداخلې کولو نه دی تېر شوی. د اسلامآباد پوځي رژیم چې د اوږدو کلونو لپاره یې په دوه مخو او خاینانه سیاستونو سره خپله رښتینې څېره د سیمې ولسونو ته ښکاره کړې، دا ځل هڅه کوي چې د دروغجنو تبلیغاتو او پیسو په مټ، د مقاومت جبهې له مړه او وراسته جسد څخه څخه یوه مصنوعي او جعلي څېره جوړه کړي؛ خو دا بې ځایه هڅې او نمایش، د ګاونډیانو په وړاندې د پاکستان د پټې دوه مخۍ او ناوړه نیتونو له بربنډېدو پرته بله ګټه نه لري.
په داسې حال کې چې د پاکستان خپلې رسنۍ او شنونکي دا خبره مني چې د افغانستان په وړاندې د اسلامآباد د «مذاکراتو او ګواښونو ګډ سیاست» ناکام شوی، د آیایسآی استخباراتي اداره د خپلو پټو بودیجو په مټ په اسلامآباد کې د هغو کسانو لپاره غونډې جوړوي چې ځانونه د «مقاومت مشران» بولي. دا هغه کسان دي چې نه په کور د ننه کوم ځای لري او نه بهرنی مشروعیت ورسره شته، بلکې یوازې د دې لپاره راغلي چې یو ځل بیا د پاکستان مزدورۍ ته اوږه ورکړي او د افغانستان د مشروع دولت په وړاندې ودرېږي.
دا پروژه د هماغو پخوانیو دسیسو تکرار دی چې پاکستان له کلونو راهیسې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې ازمویلې او هر ځل له رسوایي او ناکامۍ سره مخ شوې. لکه څنګه چې پاکستان په جګړه او ډیپلوماسۍ دواړو کې ماته خوړلې، همدا راز هغه مزدوران او لاسپوڅي څېرې چې غواړي د خپلو نیابتي ډلو په توګه یې وکاروي، هم نه شي کولای د افغانستان د اسلامي حکومت په وړاندې ودرېږي؛ ځکه بې ریښې ونه نشي کولای چې په پردۍ خاوره کې را شنه او بل ځای سیوری وغوړوي.
جالبه خبره دا ده چې حتی د استانبول او دوحې د مذاکراتو پر مهال، د پاکستان رسنیو د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسعود زړې خبرې د افغان دولت په ضد بیا بیا خپرولې، ترڅو څرګنده کړي چې دوی د تښتېدلو او ناکامو مخالفینو تر شا ولاړ دي. خو دا خندوونکی تبلیغ هم بې پایلې و، ځکه رښتیا/ حقیقت تر هر ډول دروغجنو شعارونو او تبلیغاتو ډېر پیاوړي دي. د افغانستان ولس ډیر ښه پوهېږي چې څوک د هېواد ترڅنګ ولاړ دي او چا یې له دښمنانو سره لاس یو کړی.
په داسې وخت کې چې د افغانستان ملي حاکمیت او د ولس ملي ګټې مطرح دي، هغه خاینان چې کلونه یې د هېواد پالنې شعارونه ورکول، نن په بې شرمۍ سره د افغانستان د دښمنانو ترڅنګ ولاړ دي، د خپلو شخصي ګټو او د غلامۍ د ډوډۍ ساتنې لپاره یې لاس ورسره یو کړی.
د افغانستان ولس هېڅکله دا حقیقت له یاده نه باسي چې یو وخت د پاکستان رژیم د افغانستان پر خاوره تېری وکړ، د دې هېواد رښتینو زامنو د هېواد د دفاع لپاره سینې سپر کړې، خو هېواد پلورونکو او بې ننګه څېرو د دښمن په دسترخوان د بې غیرتۍ ډوډۍ نوشجان کوله، د پکتیا، خوست او کندهار د ماشومانو په سپېڅلو وینو یې سترګې پټې او د بې غیرتۍ مُهر یې په شونډو وهلی و.
پاکستان او د هغه غلامانو ته باید وویل شي، هغه هېواد چې خپله د کورنیو ناورینونو په حل کې پاتې راغلی او هڅه کوي خپلې کمزورۍ پر ګاونډیانو ور واچوي، څنګه کولای شي نورو ته د ثبات او ځواک نسخې وړاندې کړي؟ هغه هېواد چې په خپله یې د ننه اور اخیستی او سوځیږي، د هغو څو تښتېدلو، بدنامو او بې باوره څېرو په تمویل سره چې د خپل ولس له لوري هم لعنت پرې ویل شوی؛ هېڅکله نشي کولای هغه لاره بدله کړي چې د سلګونو زرو شهیدانو په وینو رنګینه شوې. په حقیقت کې پاکستان په سیوري پانګونه کوي، په داسې سیوري چې د حقیقت د رڼا له لومړي څرک سره ورک کېږي.
بل لوري ته هماغه تاجکستان چې یو وخت یې د دې «مجازي مقاومتیانو» سریندې اورېدې، نن یې د حقیقت په درک او د افغانستان د رښتینو استازو په پېژندلو سره له هغوی لاره بېله کړې او د افغانستان له حکومت سره د تعامل لوري ته روان دی. دا بدلون نه یوازې د افغانستان د حکومت د سیاسي پوخوالي نښه ده، بلکې د هغو بې ریښې څېرو د بشپړې انزوا څرګندونه هم کوي چې کلونه، کلونه یې خپله د جاسوسۍ څېره د افغانستان د مشرتابه تر نقاب لاندې پټه کړې وه. اوس هېڅ هېواد دې ته چمتو نه دی چې د ولس په منځ کې په بې باوره کسانو پانګونه وکړي.
اوس نړۍ هم افغانستان د ثبات او واقعیت له کړکۍ څخه ګوري، نه د هغو کسانو د دروغجنو چیغو له لارې چې د اروپا په هوټلونو او د آیایسآی په دفترونو کې د هېواد پلورنې لپاره ډوډۍ خوري. نړۍوالې رسنۍ نور هغوی ته صحنه په واک کې نه ورکوي او هېڅ سیمهاییز دولت نه غواړي چې د پاکستان په زړو لوبو کې شریک شي.
پایله روښانه ده؛ دوه ماتې خوړلي (پاکستان او د هغه مزدوران) هېڅکله نشي کولای د هغه افغانستان د پرمختګ او ثبات مخه ونیسي، چې د خپلو رښتینو بچیانو په عزم او اراده د خپلواکۍ، ثبات او ودې په لور روان دی. افغانستان نن په داسې حال کې په پیاوړو ګامونو د ثبات په لوري ځي، چې دښمنان د خپلو ناکامو دسیسو په ګردونو کې د تازه هوا اخیستو هڅې کوي. دا هغه واقعیت دی چې نړۍ یې هره ورځ شاهده ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


