
د روسیې د امنیت شوری منشي، سرګي شویګو تېره ورځ (یکشنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ د مصر پلازمېنه قاهرې ته رسېدلی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې شویګو به په دې سفر کې د مصر د ولسمشر په ګډون د دغه هېواد له لوړپوړو سیاسي او نظامي چارواکو سره وګوري.
په روسي پلاوي کې د بېلابېلو وزارتونو، د تخنیکي نظامي همکاريو، روسکاسموس، روساتم او نورو ادارو استازي شامل دي.

