افغانستان د اشغال او نیواک د مرحلې تر تیرېدو وروسته، اوس د خپلواکۍ او آزادۍ یوې ویاړلې دورې ته داخل شوی. په کور دننه هېڅ راز لاس وهنه او ټکر شتون نلري، ټول سیاستونه، برنامې او پرېکړې د زړه سواندو، مدبرو او خیر غوښتونکو مسئولینو له لوري ترسره کېږي. د بهرنیو او کورنیو ګوډاګیانو لاس په هېواد کې له کېدونکو پرېکړو لنډ شوی. د اوسني حکومت لویه موخه یوازې د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، آبادي او په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د هېواد پرمختګ دی.
د تېرو څلورو کلونو په کمه موده کې د دې مهمو موخو یو لویه برخه په بریالیتوب سره عملي شوې ده؛ له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراخېدل او په داخلي تولیداتو کې د ځان بسیاینې لپاره هڅې او د صادراتو د پراخوالي په لور حرکت هغه بریاوې دي چې لاسته راغلې دي.
خو یو څه چې په رسنیو او تبلیغاتي ډګرونو کې د تاوتریخوالي او جنجال د زیاتېدو لامل شوي، (که څه هم د هېواد د پرېکړو په بدلون کې هېڅ اغېز نه لري او بې ګټې دي) دا دي چې ډېر تښتېدلي مخالفین او همدارنګه ګاونډی هېواد پاکستان، د افغانستان له ثبات، پرمختګ او د اقتصادي او سیاسي بازار له غوړېدنې ناخوښ دی؛ تل هڅه کوي چې واقعیتونه سرچپه، دروغ او ناسم وښيي.
له هېچا څخه پټه نه ده چې په همدې وروستیو یوه - دوو میاشتو کې د پاکستان د سرغړونو، د افغانستان د حریم د نقض، هوایي برید او د ملکي خلکو د هدف ګرځولو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې ترخې او ترینګلې شوې دي. پر کرښه د جګړو تودېدل او د یوه معقول اوربند لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو ناکامي چې لامل یې د پاکستاني اړخ غیرمنطقي غوښتنې او بهانې وې، وضعیت نور هم سخت او پېچلی کړی.
د پاکستان د غیرمنطقي غوښتنو او د خبرو د اصولو د نه مراعاتولو په وړاندې، افغان مسئولینو پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره سوداګري په پراخه کچه کمه کړي او افغان سوداګرو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ څو خپلې معاملې ورسره ختمې او حسابونه تصفیه کړي.
له دې هر څه سره سره، اوس تښتېدلي مخالفین په رسنیو کې د کارپوهانو او متخصصینو په نوم را څرګندېږي او د دې پرېکړې تحلیل کوي؛ خو د دوی ټول تمرکز پر دې دی چې دا پرېکړه د افغانستان په زیان وښيي او په کنایه او غیرمستقیم ډول له پاکستان نه ملاتړ څرګند کړي.
د دې په ځای چې د پاکستان بې فکره او ناوړه کړنه وغندي او د افغان مسئولینو او سربازانو پر وخت اقدام وستايي، برعکس د دښمن په جبهه کې درېږي او د افغانستان له حالاتو ناسم انځور وړاندې کوي. پر دې سربېره دوی هڅه کوي چې د پاکستان د کورنۍ ګډوډۍ او ناامنۍ مسؤلیت پر افغانستان واچوي او خپل افغانان د پاکستان په ناامنۍ کې ګرم وښيي.
دا کسان چې د عمر ډېره برخه یې د پردیو په نفوذ او سیوري کې تېره کړې او د شخصي ګټو او فردي مصالحو لپاره یې د مزدورانو په څېر عمل کړی، نشي کولای د غلامۍ له خوی ځان خلاص کړي. له همدې امله هر ځای او هر وخت په همدې ناروغۍ اخته دي او ژبه یې هم له دې پرته په بل څه نه ګرځي.
یو یې په غرب کې د ملاتړ او مرستې په جلب پسې منډې وهي، بل یې د پاکستان د خټین حوض په خړو اوبو کې ماهیان نیسي. نورو یې د خپلو خلکو او هېواد د بدنامولو لپاره لستوڼي را نغښتي او لوڅې پښې منډې ور پسې وهي، بل یې په جعلي، مغرضانه او ساختګي بیانونو او اشارو سره د پاکستان د سپینولو هڅه کوي او شین څراغ ورکوي.
سره له دې ټولو درواغو او ناکامو هڅو، افغانستان نن د روښانه سیاسي لید، قوي درک او د عقلاني پرېکړو د بشپړ صلاحیت څښتن دی. د تېرو څلورو کلونو په هر اړخیز پرمختګ سره، د افغانستان هوښیار ملت دې پایلې ته رسېدلی چې تر ټولو سم کار د همدې اوسني حکومت ملاتړ دی؛ هغه حکومت چې هڅه کوي هېواد په خپلو پښو ودروي او ځان بسياینې ته یې ورسوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.