
د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه مداومین د «BM-21» څلوېښت مېلې دستګاه له یو میاشتنیو نظري او مسلکي زدهکړو فارغ شوي دي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مسئولینو په خپلو ویناوو کې پر مسلکي زدهکړو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هر هغه هېواد چې قوي توپچي ځواک ولري، هېڅوک یې پر حریم تېري ته زړه نه شي ښه کولی.
دوی زیاته کړې، چې یادې زدهکړې د مداومینو د لا مسلکي کېدو په موخه برابرې شوې وې، څو وکولای شي د هېواد له سرحداتو په کلکه دفاع او ساتنه وکړي.
مسئولینو ټینګار کړی، چې فارغان دې خپلو مسئولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، د بیتالمال ساتنه دې خپل لومړیتوب وګرځوي او د شرعي امورو په چوکاټ کې دې د خپلو امیرانو اطاعت وکړي.

