شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغان حکومت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې پر مخ وړي او له توپیر پرته د ټولو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې هڅه کوي.د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې نوموړي دغه څرګندونې د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ له علماوو او قومي مخورو سره کتنه کې کړي او ویلي یې دي، چې اسلامي نظام د ټولو ګډ کور دی.خبرپاڼه زیاتوي، چې دې کتنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت پر همکارۍ خوښي ښودلې او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې دي.د کډوالو چارو وزیر دغو قومي مخورو او عالمانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.