شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان پوځي رژیم پخواني لوړپوړي پوځي افسر، عادل راجا د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د یاد رژیم لوی درستیزۍ غزې ته د خپلو ځواکونو د استولو پرېکړه کړې.د ټرمپ او نتنیاهو په نوښت جوړېدونکي څو ملیتي پوځ چې اصلي ماموریت به یې د حماس بېوسلې کول وي، د راجا په خبره عاصم منیر ورته د ځانګړو ځواکونو څلور زره عسکر چمتو کوي.د غزې تش په نوم «سولې بورډ» کې د پاکستان د ګډون پرېکړه؛ د پاکستان پوځي رژیم بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، غواړي اعلان وکړي چې د «غزې سولې بورډ» کې د ګډون لپاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلنه منلې ده.«د غزې سولې بورډ» چې ګڼو لویدیځو هېوادونو پکې د ګډون بلنه رد کړې، پاکستاني رژیم هیله ښودلې چې د دې چوکاټ له جوړېدو سره به غزه تړانګه کې دایمي اوربند ته لار هواره شي.یاد بورډ چې صهیونیست لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ده ته نږدې امریکایي پانګوال او سوداګر یې غړي دي؛ د شنونکو په باور د غزې تړانګې د اوسېدونکو د جبرې کډوالۍ او پر یوې هوسا تفریحي سیمې د دغې تړانګې د بدلولو لپاره جوړ شوی دی.