Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د بلوڅانو روانه مبارزه؛ د پاکستان ناسم روایت او د مسئلې حقیقت
    سیاسي لیکني

    د بلوڅانو روانه مبارزه؛ د پاکستان ناسم روایت او د مسئلې حقیقت

    صابر افغانصابر افغان31 جنوري 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ تازه اعلان کړی چې په بلوچستان کې یې د «هېروف» په نوم هلته د مېشتو پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو پر وړاندې پراخ بریدونه پیل کړي دي. د دغه غورځنګ مشر بشیر زیب دا بریدونه د «هېروف» عملیاتو دویم پړاو بللی او له ټولو بلوڅانو یې غوښتي چې د ده په خبره «د ملي ازادۍ په دې جګړه» کې ورسره برخه واخلي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې پاکستاني پوځیانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي، پوستې یې سقوط شوي او لوی پوځي مرکزونه یې تر محاصرې لاندې دي، دغه راز هلته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

    پوښتنه دا ده، چې بلوڅان ولې هلته د مېشت پاکستاني پوځ پر وړاندې جګړه کوي او له دې جګړې د پاکستاني پوځ او حکومت روایت څه دی؟ ‎د دې پوښتنې ځواب او د مسئلې حقیقت، مخې ته پرتو شواهدو کې ښه موندل کېږي. د بلوڅانو مقاومت د پاکستاني پوځ او دولت له سیاستونو، تاریخي جبر، سیاسي محرومیت، اقتصادي استثمار او دوامدارو پوځي عملیاتو زېږنده دی. دا جګړه نه وارداتي ده او نه هم د کوم بل هېواد په اشاره پیل شوې، بلکې د پاکستاني رژیم هغه کړنې دي چې د بلوڅانو له منځه یې د جګړې زلمي را ټوکولي دي. پاکستاني پوځ له لسیزو راهیسې هلته پر بلوڅانو ناتار پیل کړی، سلګونه زره ځوانان، قومي مخور، ښځې او تنکي ځوانان یې ورته وژلي، لسګونه زره یې ترې تم کړي او زرګونه نور یې په زندانونو کې له کوم مشخص جرم او د زندان له معلومې مودې پرته تر شکنجو لاندې د ژوند سختې ورځې او شپې سبا کوي.

    پاکستاني پوځ او دولت، بلوڅان د ژوند له اساسي حقونو بې برخې کړي، پراخې طبیعي زېرمې یې ترې لوټي، له کار، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او نږدې هر څه یې بې برخې کړي. زرګونه پوځیان یې هلته مېشت کړي، چې هره ورځ عام خلک وژني، کورونه یې ورته ورانوي، پیسې او قیمتي ګاڼې یې غلا کوي او پر هغوی یې ورځنی ژوند تریخ کړی، دا د یوې اونۍ، یوې میاشتې او یوه کال خبره نه ده، بلکې له لسیزو راهیسې دا لړۍ روانه ده. هلته جګړه کوونکي بلوڅان هم د دغو ظلمونو، جنایتونو، د خپل ځان، مال، کورونو، زېرمو، حیثیت او ناموس دفاع کوي.

    دا د پاکستاني پوځ لومړی ځل نه دی، دوی له بنګالیانو سره هم همداسې چلند کاوه، اوس یې له ځینو خاصو قومونو پرته هلته له نورو قومونو او پرګنو سره هم همدا وضعیت روان کړی دی. بنګلدېش د پاکستاني پوځي رژیم د همدغه ډول جنایتونو په پایله کې ازاد شو، بنګالیان د خپل ځان، مال او عزت لپاره جنګېدل او سترې قربانۍ یې ورکولې، نه د کوم بل هېواد او ملت لپاره. په داسې حال کې چې پاکستاني پوځ او حکومت هغه وخت دوی تورنول چې ګواکې د نورو هېوادونو لپاره جګړه کوي؛ پایله یې هم معلومه شوه، بنګالیانو ځان ته خپلواکي واخیسته، خپل دولت یې جوړ کړ، نه یې ځان د بل هېواد برخه کړ او نه هم هغه ادعا ثابته شوه چې ګواکې دوی د بل چا لپاره جګړه کوي،‎ خو له بده مرغه چې پاکستاني رژیم او پوځ له هغې پیښې عبرت وا نه خیست او هماغه ناتار یې هلته له نورو قومونو سره روان کړی، په ځانګړې توګه له بلوڅانو سره؛ یا به هغوی ته خپل حقونه ورکوي او یا به دا حالت تر هغې روان وي، چې بلوڅان هم د بنګلدېش په څېر خپل ځان، عزت، سر او ناموس په امن کړي.

    خو بل پلو پاکستانی رژیم هڅه کوي دا جګړه یوه بهرنۍ پروژه وښيي، دوی ادعا کوي چې په بلوچستان کې روان تاوتریخوالی د افغانستان له لوري تنظیم او ملاتړ یې کېږي، کله دا تور په هند پورې کوي او کله هم په ایران پورې، خو دا روایت له حقیقته لرې او ناسم دی. بلوڅان د خپلې خاورې، هویت او اساسي حقونو لپاره جګړه کوي او دا مبارزه د پاکستان د داخلي بحران ښکاره انعکاس دی. له همدې امله، د افغانستان نوم له دې جګړې سره تړل یو مصنوعي تعبیر دی چې د اصلي ستونزې له پټولو پرته بله موخه نه لري، دا تعبیر یو بې‌ اساسه هڅه او تور دی، چې پاکستانی لوری هڅه کوي د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو پړه پر نورو واچوي. د تازه معلوماتو له مخې، د بلوڅانو مشر او اصلي رهبري په خپله، په بلوچستان کې حضور لري او له هماغه ځایه د جګړې بهیر له نږدې څاري او تنظیموي. د افغانستان نوم اخیستل یوازې د سیاسي فشار او تبلیغاتي کمپاین لپاره کارول کېږي.

    پاکستاني پوځ او رژیم دا ټول تبلیغات د عامه اذهانو د اړولو او مغشوشولو او دغه راز د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره کوي، خو پاکستاني ملت، سیاسیون او نوره نړۍ باید دا وقعیتونه په پرانیستو سترګو وویني او ومني، په دې کې دې نه پړه پر افغانستان ور واچوي او نه هم په بل هر بهرني اړخ، بلکې خپلو تېروتنو، ظلمونو او جنایتونو ته دې متوجه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو لغمان کې یو میل BM-12 وسله کشف او ضبط کړې
    راتلونکي مقاله کنړ کې ۵۹ پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    مربوطه لیکنې

    د بلوڅانو مقاومت او د پاکستان ناکام روایت

    31 جنوري 2026

    د مخالفینو پاکستان‌ پالی دریځ؛ د ناامنۍ سرچینه چیرته ده؟

    30 جنوري 2026

    د افغان حکومت د ثبات او یووالي په اړه د مخالفینو ناسمې محاسبې

    29 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 فبروري 2026

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    راپورونه وایي، د هایتي په پلازمېنه «پورتو پرنس» ښار کې د امریکا سفارت ته نږدې…

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026

    هرات کې د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ په لوړه کچه لیدنه پلان شوې

    1 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    1 فبروري 2026

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026

    هرات کې د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ په لوړه کچه لیدنه پلان شوې

    1 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.