
د هلمند ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت سنګین ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي.
سرچینې زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په همدې تړاو د انسانتښتوونکو پنځه کسیزه ډله هم نیولې ده.
له نیول شوو کسانو څخه یو میل ټوپک او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.
د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې ژغورل شوي کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

