Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري
    سیاسي لیکني

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    صابر افغانصابر افغان10 فبروري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوري رژیم د کډوالو او راستنېدونکو پخواني وزیر نور الرحمن اخلاقي چې خپله د شل کلن جمهوري رژیم د لوړو اجرایي او سیاسي کړیو برخه پاتې شوی، ډیموکراسي د افغانستان د اوسني بحران د وتلو یوازینۍ لاره ګڼلې ده. دا دریځ په داسې حال کې وړاندې شوی چې د ډيموکراسۍ د شل کلن تطبیق ارزونه یې پرې ایښې او اوس هڅه کوي په هماغه زړه نسخه بیا ځلي خلکو ته قناعت ورکړي، چې ګواکې دا د افغانستان د ټولو بحرانونو او معضلاتو حل دی.

    په افغانستان کې ډیموکراسي شل کاله یوازې د یوې نظري ژمنې په توګه نه، بلکې د اشغالګرو او داخلي چارواکو له خوا د یوې تجربې په توګه ازمویل شوې ده. دا تجربه د جګړې، بهرني حضور، میلیاردونو ډالرو، ټاکنو، اساسي قانون، پارلمان او سلګونو مدني بنسټونو تر سیوري لاندې تېره شوه، خو پایله یې نه عدالت و، نه متوازن واک، نه عامه هوساینه او نه هم د ټولو بحرانونو باوري حل و. له همدې امله، دا ادعا چې له بحران څخه د وتلو یوازینۍ لاره «بې ‌قید او شرطه ډیموکراسي» ده، د افغانستان له تاریخي او عملي واقعیت سره په بنسټیز ډول ټکر لري.

    ډیموکراسي، لکه څنګه چې په افغانستان کې عملي شوه، له انساني او اخلاقي کرښو لرې وه. ټاکنې د خلکو د ارادې استازیتوب نه، بلکې د زور، پیسو، قومي معاملو او بهرنیو مصلحتونو ننداره وه. واک د توازن پر ځای د څو محدودو سیاسي شبکو ترمنځ لاس په لاس کېده، عدالت انتخابي و او قانون د زورورو لپاره نرم، خو د عادي خلکو لپاره سخت تطبیق کېده. که ډیموکراسي چوکاټ دی، نو دا چوکاټ په افغانستان کې د فساد، بې‌ عدالتۍ او ټولنیزې نابرابرۍ د تولید ماشین ثابت شوی، نه د هغه بحرانونو د حل وسیله، چې د جنګ سالارانو د جنایتونو زېږنده وو.

    د ډیموکراسۍ دغه مدافعین ډېری وخت ستونزه د «نیمګړي تطبیق» تر عنوان لاندې توجیه کوي، خو دا توجیه خپله له مسؤلیت څخه د تېښتې یوه بڼه ده، ځکه شل کاله واک، پراخې منابع او بې ‌ساری نړیوال ملاتړ نیمګړتیا نه، بلکې بشپړ فرصت و، چې همدې ډیموکراسي پلوه چارواکو یې د کارولو واک درلوده. اصلي ستونزه دا وه چې ډیموکراسي په افغانستان کې د ټولنیز واقعیت، تاریخي حافظې او انساني اړتیاوو پر بنسټ نه، بلکې د وارداتي فورمول په توګه، په زور تطبیق شوه.

    دا حقیقت دی چې نوی افغان حکومت د خالص شریعت په تطبیق سره غربي ډيموکراسي په بنسټیز ډول ردوي، ځکه ډیموکراسي پردۍ نسخه ګڼي، خو د افغانستان د سیاسي سقوط پړه پر دغه حکومت اچول له واقعیت څخه لرې ده. هغه سیاسي جریانونه چې ځانونه د ډیموکراسۍ مدافعین بولي، د واک پر مهال و نه توانېدل چې بحرانونه حل کړي. د دوی دننه جوړښتونه، مشران، پرېکړې او سیاسي چلندونه له اقتدار پالنې، انحصار او ځان‌ محورۍ ډک وو؛ همدې تضاد د خلکو باور نه یوازې له ډیموکراسۍ، بلکې د جهموري رژیم له ټول سیاسي جوړښت څخه واخیست.

    د نننۍ عامه بې ‌باورۍ جرړه په نوي افغان حکومت کې نه ده، بلکې په هغه شل کلن رژیم کې ده چې د خلکو د رایې تر نوم لاندې یې د خلکو عزت، امنیت او راتلونکی معامله کړ. ډیموکراسي د جمهوریت په حاکمیت کې د سیاسي اشرافو او سهامي شرکت د غړو ترمنځ د واک د وېش میکانېزم ګرځېدلی و. له همدې امله، د افغانستان د راتلونکي بحث باید له شعارونو نه، بلکې له صادقانه محاسبې پیل شي؛ که دا نه وي، نو ډیموکراسي یا ورته نور پردي فورمولونه به یوازې د یوې بلې ناکامۍ لپاره زمینه برابرول وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهايران تېر ۲۰۲۵ کال د سرو زرو د پېر په برخه کې د نړۍ په کچه پنځم مقام خپل کړی
    راتلونکي مقاله مولوي ګل حسن حسن روسیه‌ کې مېشت افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته هڅولي

    مربوطه لیکنې

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    8 فبروري 2026

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 فبروري 2026

    عراقچي د ترکیې مصر او سعودي عربستان بهرنيو چارو وزيران امريکا سره د خبرو له جزئياتو خبر کړي

    مولوي ګل حسن حسن روسیه‌ کې مېشت افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته هڅولي

    10 فبروري 2026

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    10 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    عراقچي د ترکیې مصر او سعودي عربستان بهرنيو چارو وزيران امريکا سره د خبرو له جزئياتو خبر کړي

    10 فبروري 2026

    مولوي ګل حسن حسن روسیه‌ کې مېشت افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته هڅولي

    10 فبروري 2026

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    10 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.