د افغانستان په سیاسي ډګر کې ځینې هغه څېرې چې د وروستیو تحولاتو په مهال له هېواده وتلې دي، هڅه کوي د نویو او کله ناکله متضادو څرګندونو له لارې لا هم ځانونه په عامه ذهنیتونو کې ژوندي وساتي. په دې لړ کې د محمد محقق وروستیو څرګندونو تر نورو ډېر پام ځان ته اړولی دی.
محقق په خپلو تازه څرګندونو کې څو ټکر موضوعات یوځای مطرح کړي دي. له یوې خوا د افغانستان پر خپلواکۍ، د خلکو د ارادې پر رول او آن د افغانستان د اسلامي حکومت پر ضد د وسلوال اقدام پر احتمال ټینګار کوي؛ خو له بل لوري د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ کرښې په منلو سره د هېواد تر ټولو حساسې تاریخي موضوع ته د ننه کېږي.
هغه په خپله وروستۍ مرکه کې د «خراساني او هزارستاني هویت په ویاړ» خبرې کوي او په عین وخت کې ادعا لري چې «د افغانستان حکومت د زوال په حال کې دی، خو هغه څه چې پاتې کېږي د خلکو اراده ده».
په لومړي لید کې د دې لیدلورو یو ځای کول اسانه نه ښکاري. پر «خراساني» او «هزارستاني» هویتونو ټینګار، د ملي خپلواکۍ د خبرو ترڅنګ د موجوده پولو منل، یو ډول فکري ناهماهنګي څرګندوي؛ ځکه دا مفاهیم هر یو ځانګړی سیاسي او تاریخي بار لري او معمولاً یوه روښانه او همغږي چوکاټ ته اړتیا لري.
بل پلو که د افغانستان د حکومت مخالفو جریانونو ته وګورو، ستونزه یوازې تر محقق پورې محدوده نه ده. له دې ډلو ډېری یې که د مقاومت جبهه وي او که نورې سیاسي او خیالي شوراګانې، په بنسټیزو موضوعاتو کې له یو بل سره ژور اختلافات لري. د ډیورنډ کرښې موضوع د همدې اختلافاتو څرګنده بېلګه ده؛ ځینې یې ردوي، ځینې یې مني او ځینې بیا په دې اړه روښانه دریځ نه لري.
دغه وضعیت یوه مهمه پوښتنه راولاړوي: د داسې متضادو او ټکر دریځونو د مطرح کولو موخه څه ده؟
داسې ښکاري چې دا څرګندونې د دې پرځای چې د افغانستان د میداني واقعیتونو پر بنسټ مطرح شوې وي، د دې لپاره کېږي چې په سیاسي او رسنیز ډګر کې خپل حضور وساتي؛ په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې د افغانستان اسلامي حکومت د هېواد د خلکو ترمنځ ځانګړی محبوبیت لري، خو دا جریانونه له هر ډول ولسي ملاتړ څخه بې برخې دي، د دوی هره خبره او دریځ د خلکو له پرېکړې، ارادې او ګټو سره په ټکر کې واقع کېږي.
په ټوله کې هغه څه چې له دې متضادو دریځونو څخه راڅرګندېږي، د مخالفو څېرو فکري ګډوډي او د یوې روښانې تګلارې نه شتون دی. په یوه وخت د خپلواکۍ، وسلوال اقدام، د ډیورنډ کرښې منلو او د خراساني او هزارستاني هویتونو مطرح کول، په رسنیز ډګر کې د حضور له هڅې پرته بل څه نه منعکسوي.
بل لوري ته د مخالفو جریانونو ژور اختلافات او د سترو ملي مسئلو په اړه لږ تر لږه یوې هوکړې ته د هغوی نه رسېدل، ښيي چې دغه ډلې په اوسني وضعیت کې د افغانستان پر سیاسي راتلونکي د اغېز لرلو هېڅ وړتیا نه لري. په داسې شرایطو کې د نظام د بدلون یا زوال په اړه هر ډول ادعا تر دې ډېر چې پر عیني واقعیتونو ولاړه وي، تبلیغاتي او شعاري بڼه لري.
له همدې امله ویلای شو، تر هغه چې دا جریانونه له تناقض او ټکر څرګندونو څخه لاس په سر نشي، خپل لیدلوري د افغانستان د خلکو د ګټو د روښانه تعریف پر بنسټ تنظیم نه کړي او د سترو ملي مسئلو پر سر له معاملې لاس وانخلي، نه یوازې دا چې د ځان لپاره به روښانه راتلونکی ونه لري، بلکې د افغانستان د راتلونکو سیاسي معادلو په جوړښت کې به هم ټاکونکی رول ونه لوبوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


