شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ننګرهار ولایت مقام د رسنيو دفتر وايي، د ياد ولايت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبينو له لوري د شينوارو ولسوالۍ شپږويشتمې ويالې سيمه کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې ۸کلنې نجلۍ د نکاح مخنيوی شوی.سرچینې ویلي، د انجلۍ پلار په نشه يي توکو روږدی وو او غوښتل يې چې خپله لور ياد سړي ته د ډيرو پيسو په بدل کې ورکړي.د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر محتسبينو تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کم عمره انجونو د نکاح مخنيوی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي: هیڅ لوری نشي کولای د تاجکستان او افغانستان دوستانه اړیکې زیانمنې کړي12 فبروري 2026