
ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو په غبرګون د ختيځ زون کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان پوځي رژیم په عسکرو درانه بريدونه ترسره شوي.
سرچينې ويلي، په دې بريدونو کې د پاکستاني عسکرو ۱ پوسته فتحه ۱۴ تنه عسکر هلاک او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي او همدارنګه یو زرهدار ټانګ او یو انټرنیشنل موټر یې په بشپړ ډول تخریب او له منځه تللی دی.

