
د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د شبرغان ښار په اړوندو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخانې کشف او سوځولې دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په دغو عملیاتو کې ۱۶۵ لیتره شراب، ۹۱۱ لیتره خمیره شوي انګور او لسګونه نشهيي ګولۍ هم کشف شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
#هندوکشغږ

