
د اتحاد المجاهدین پاکستان سازمان ویلي، چې وسلهوالو یې نن سهار د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ برید کړی.
دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د سپکو او درنو وسلو پر مټ شوی، چې پر مهال یې کمپ کې دننه اورلګېدنه هم رامنځته شوې.
اتحاد المجاهدین پاکستان د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې دې برید کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

