
سرچینې وايي، پاکستان کې په ناڅاپي ډول د هر لیټر اوکټين تېلو بيه شاوخوا ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې او له دې سره یې نوې بیه ۵۳۴ روپيو ته رسېدلې چې د ریکارډ په کچه لوړوالی ښيي.
د سرچینو په وینا، پاکستان کې د تېلو بیې بې ساري لوړوالي د ټرانسپورټ په سکتور کې جدي اندېښنې راپارولي او کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا به د وضعيت د لا کړکېچن کېدو لامل شي.
پاکستاني رژيم د دې لوړوالي د لاملونو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړی، خو ګومان کېږي چې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو بدلونونه، پاکستان کې خراب امنيتي وضعيت او کورني مالي فشارونه د دې پرېکړې تر شا مهم عوامل وي.
پاکستان داسې مهال د پټرولو له جدي کمښت او لوړو بيو سره مخ دی، چې افغانستان کې د نفتي توکو بيې په خپل حال دي او د کمښت یې هم هېڅ څرک یې نه ليدل کېږي.

