
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې «د اوبو اونۍ» تر عنوان لاندې فورم کې ګډون او وینا کړې.
ښاغلي عمر د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوې ټکنالوجۍ پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.
نوموړي د امو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي په اړه ویلي، چې افغان حکومت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د «اوبو اونۍ» فورم په څنډه کې د ازبکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې دې فورم کې د افغان پلاوي ګډون د افغانستان لپاره مهم ګام بلل کېږي، چې له لارې یې هېواد کولی شي په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د متقابلو همکاریو نوی باب پرانیزي.
#هندوکشغږ

