د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸یم پرېکړه لیک پر اساس د بندیزونو د نوي نوملړ خپرول، چې د افغان حکومت ۲۲ تنه کلیدي وزیران او مشران شامل پکې دي، د نړیوال سیاست یو له هغو متناقضاتو څخه دی چې له حقیقت څخه ډېر لیرې دی. دا بندیزونه ځکه تأثیر نه لري چې د هدف وړ کسان له افغانستان پرته، په بل هیڅ بهرني هېواد کې شخصي سرمایه او بانکي حسابونه نه لري. کله چې هدف شتون ونه لري، نو د دغسې بې منطقه بندیز غشی په خلا کې له پاتې کېدو پرته بل کوم برخلیک نه لري.
په تېرو ادارو کې به چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې جایدادونه او حسابونه لرل، چې د بندیزونو وېره به ورسره وه، خو د اوسني نظام مشران په بشپړ ډول پر کورني اقتصاد او خپلواکۍ متکي دي. له همدې امله د دوی د شتمنیو د کنګل کولو پرېکړه داسې ده لکه په وچه دښته کې چې څوک د کب نیولو په لټه کې وي. نړیوال سازمانونه لا هم د افغانستان د نوي حکومت مشران په تېرو معیارونو تلي، چې دا یوه لویه محاسباتي غلطي ده.
له بلې خوا، د نړۍ سره د اړیکو پالیسي په داسې ډول تنظیم شوې چې د لومړۍ درجې د مشرانو سفرونو ته ډېر ضرورت نشته. د بهرنیو چارو وزارت د یو واحد او فعال ادرس په توګه له نړۍ سره ټولې ډیپلوماټیکې چارې پر مخ وړي. کله چې یو وزارت د ټول نظام استازیتوب په سمه توګه کولای شي، نو پر نورو وزیرانو د سفر بندیز یوازې پر کاغذ یو لیک پاتې کېږي چې په عملي ډیپلوماسۍ کې هیڅ ډول خنډ نه رامنځته کوي.
یو بل عیني واقعیت دا دی چې په اوسني حکومت کې د لومړۍ درجې چارواکي تر ډېره د هېواد په داخل کې د ثبات او ولسي خدماتو په چارو بوخت دي. هغوی ته کورنی ثبات او د نظام پیاوړتیا تر بهرنیو چکرونو او تشریفاتي سفرونو ډېر لومړیتوب لري. کله چې د لومړۍ درجې چارواکي په خپله خوښه په هېواد کې دننه پاتې کېدل غوره کړي، نو پر هغه د سفر بندیز لګول په حقیقت کې د داسې چا لپاره د دروازې تړل دي چې لا دمخه یې له خپل کوره د وتلو نیت نه درلود.
د ملګرو ملتونو د لېست په وړاندې یو بل لوی خنډ دا دی چې د حکومت دویمه درجه مسؤلین، معینان او تخنیکي کسان په آزاده توګه نړیوالو ناستو ته ځي، د هېواد اړتیاوې له نړۍ سره شریکوي، تخنیکي او مسلکي چارې پر مخ وړي او تعاملات کوي. دا وېش د دې لامل شوی چې هم د هېواد ټولې چارې روانې وي او هم د ملګرو ملتونو بندیزونه بې معنی ثابت شي. دا تخنیکي ځیرکتیا ښيي چې نظام د نړیوالو محدودیتونو په منځ کې هم د خپلې ودې او فعالیت لارې موندلې دي.
که په لنډه توګه ووایو، دا بندیزونه د ملګرو ملتونو لپاره وخت ضایع کول دي. که دې اقداماتو اغېزه درلودای، نو په دومره اوږده موده کې به یې لږ تر لږه یو مثبت بدلون راوستی وای. اوسنی واقعیت دا دی چې د افغانستان لومړۍ درجه چارواکي نه په بهر کې پانګې لري او نه هم د هغوی ډېر کارونه په بهرنیو سفرونو پورې تړلي دي. د دې پر ځای چې د فشار ناکامې وسیلې وکارول شي، نړۍ باید دا ومني چې دا ډول لېستونه د نظام پر ثبات او د مشرانو پر عزم هیڅ تأثیر نه لري، نو باید رغنده تعامل او له بندیزونو خلاصو اړیکو ته اولویت ورکړل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


