
باوري سرچینې هندوکشغږ ته وایي، د بلوچستان چهلمګسي ولسوالۍ «کوټړو» سیمه کې د پاکستاني پوځ پر کاروان مرګونی برید شوی دی.
سرچینې زیاتوي، برید نن ترسره شوی چې پر مهال یې د پاکستاني پوځ درې موټرې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د پوځ ګڼ شمېر عسکر هلاک شوي دي.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، یو شمېر پاکستاني عسکر پر دې بریالي شوي، چې ځانونه له هلاکته وژغوري.
د ویلو ده چې نن سهار مهال د چهلمګسي د پولیسو سټېشن هم د ازاديغوښتونکو لهخوا نیول شوی دی.

