
وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې د پاکستان په مشرۍ د سیمې د هېوادونو له خوا د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې له خنډ سره مخامخ شوې دي.
په راپور کې د منځګړو له قوله راغلي، چې ایران دوی ته ویلي، په راتلونکو ورځو کې اسلاماباد کې له امریکایي استازو سره د لیدنې او مذاکراتو پلان نهلري.
ویل شوي، منځګړو وړاندیز کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ دې احتمالي مذاکرات په استانبول او یا هم په قاهره کې ترسره شي.
د ویلو ده، چې ایران له امریکا سره د اوربند په اړه هر ډول خبرې اترې وار له مخه هم څو ځلې رد کړې او ویلې یې دي چې جګړه به د دوی د شرایطو ترمنل کېدو دوام ولري.

