
ابوعبیده ويلي، چې اسرائیلي رژيم «دښمن» خپل یرغل پراخوي او په ټوله سیمه کې ویجاړي خپروي.
د نوموړي په خبره د دښمن وحشت په غزه کې د عامو خلکو له وژنې، د لبنان او یمن بمبارۍ او د قطر د دولت په نښه کولو سره نه دی مړ شوی.
هغه نيوکه کړې، نړۍ دوه مخی معیار لري، یوازې او په خبره یې هغه وخت خپل غږ پورته کوي چې له فلسطینیانو څخه د لا ډېرو امتیازاتو غوښتنه کوي.
د ابوعبيده په خبره فلسطیني لوري خپل مکلفیتونه په بشپړ صداقت او مسؤلیت سره ترسره کړي او د منځګړو هڅو ته درناوی لري.
هغه امريکا او اسرائيل ته په خطاب کې ويلي «موږ هغو کسانو ته وایو، چې ځانونه په دې دوکه کوي چې فکر کوي دوی کولی شي له بهر څخه زموږ په ملت باندې یوه ایډیالوژي او فکر مسلط کړي، تاسو هغه میراث، تمدن او ځواک نه پیژنئ چې دا ملت(فلسطین) یې لري.»

