د ايران د بهرنیو چارو وزير سید عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې له امريکا سره د تېرو ۴۷ کلونو تر ټولو لوړې کچې او جدي مذاکرات ترسره کړل، څو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې ايران په دغو خبرو کې په ښه نيت ګډون کړی و، خو هوکړې ته له رسېدو وړاندې دواړه لوري له ستونزو سره مخ شول.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې په دې پړاو کې «سخت دريځ، د شرطونو بدلون او خنډونه» رامنځته شول، چې د خبرو بهير يې له ننګونو سره مخ کړ.
عباس عراقچي ویلي، چې له دغو تحولاتو داسې ښکاري چې امریکا دې له تېرو تجربو درس نهوي اخیستی.
نوموړي ویلي، چې متقابل چلند د تهران او واشنګټن پر اړيکو مستقيم اغېز لري. په خبره یې: «ښه نيت، ښه نيت زېږوي او دښمني، دښمني راولاړوي.»


