د ایران پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا خلک به د پټرولو اوسنیو بیو ارمان وکړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، د تېلو نړیوالې بیې به نورې هم لوړې شي او دا به پر امریکا مستقیم اغېز وکړي.
بل لور ته، د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ایران بندرونو ته د سمندري تګ راتګ د محدودولو پلان به سر له نن څخه عملي کوي.


