Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟
    سیاسي لیکني

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    عمران آغاعمران آغا15 اپریل 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې خپلو امنیتي ناکامیو ته بهرني عوامل ولټوي او د خپلو غلطو سیاستونو پړه پر نورو واچوي، خو حقیقت بل ډول دی. اصلاً پاکستان په سیمه کې داسې یو هېواد دی، چې په ګاونډ کې کوم چا ته زیان ورسېږي، د رسېدلي زیان ریښه په یو نه یو ډول پاکستان ته رسېږي. هلته نامسؤله وسلوالې ډلې روزل کېږي، چې د روزنې کمپونه یې د هېچا له سترګو پټ نه دي؛ هماغه روزل شویو عناصرو ته له دره ادم خېل بازار څخه هر ډول وسله په لاس ورکول کېږي او په هماغه وسله په سیمه کې خواشینوونکې پېښې ترسره کېږي. یو له هغه ډلو څخه چې له دره ادم خېل بازار څخه وسله ترلاسه کوي، داعش ډله ده، چې زیان یې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته رسېږي.

    حقیقت دا دی، چې په پاکستان کې د وسلو ترلاسه کول هېڅ ستونزمن کار نه دی، په ځانګړي ډول د دره ادم خېل په څېر بازارونو په موجودیت کې، چيرته چې وسلې په آزاد ډول جوړېږي او پلورل کېږي؛ هلته نه کوم کنټرول شته او نه هم قوي نظارت؛ نو طبیعي ده چې هر ډول ډلې، هغه که ټي ټي پي وي، بلوڅ بیلون پال او که نورې ډلې، په ډېرې اسانۍ سره وسلو ته لاسرسی پیدا کوي. نو بیا د دې ستونزې پړه پر ګاونډيانو اچول هېڅ منطقي نه ده، ځکه چې پخپله د وسلو سرچینه، تولید او وېش د همدې هېواد دننه روان دی.

    پاکستان تل دا ادعا کړې، چې ګواکې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې د وسلوالو ډلو لاس ته ورغلې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي، خو دا ادعاوې واقعي نه، بلکې سیاسي بڼه لري. د عیني شاهدانو په وینا، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل مشاهدات شریک کړي، وايي یوازې څو اوونۍ وړاندې د پېښور ترڅنګ په دره ادم خېل بازار کې زرګونه میله امریکايي وسلې د پلور لپاره ښکاره پرتې وي او پرته له دې چې د اخیستونکي هویت وپوښتي، وسلې ورباندي پلورل کېږي. هلته که امریکايي وسلې شته، نو د ترلاسه کولو سرچینه یې بهر نه، بلکې د پاکستان پخپله خاوره کې دننه دي. د پاکستان مخالفې ډلې هم په اسانۍ سره له داخلي تور بازار څخه خپلې اړتیاوې پوره کولای شي، نو بهر ته اړتیا نه پاتې کېږي.

    دا هم باید هېر نه شي، چې پاکستان خپله له زیاتې مودې راهیسې د وسلوالو ډلو د پالنې، روزنې او کارونې سیاست کارولی دی؛ کله چې یو هېواد د ستراتیژیکو موخو لپاره نامسؤله وسلوال ځواکونه کاروي، نو دا تمه کول چې دغه ځواکونه به تل په کنټرول کې پاتې شي، یو خطرناک خیال دی. نن چې کوم امنیتي وضعیت په پاکستان کې لیدل کېږي، هغه د بهرنیو توطیو نتیجه نه ده بلکې د پوځي رژیم د تېرو تېروتنو طبیعي پایله ده. پاکستان باید د خپلې ستونزې ریښه په سمه توګه وپېژني؛ کمزوری کنټرول، د هېواد دننه یې د وسلو بازارونه او د وسلوالو ډلو پالنه معلومې ریښې دي. تر څو چې دا بنسټیزې ستونزې حل نه شي، د بهرنیو هېوادونو تورنول به یوازې د حقیقت پټولو هڅه وي.

    امریکا خطرناک او ګواښوونکي تسلیحات په افغانستان کې نه دي پرې ایښي، بلکې د جمهوریت له پرځېدو مخکې یې مهم تسلیحات ټول بېرته د پاکستان له لارې سیمه ‌ییزو اډو ته انتقال کړل او یا یې تخریب کړل. که رښتیا هم له افغانستان څخه دومره په پراخه کچه وسلې پاکستان ته اوښتې وای، نو ولې د پاکستان امنیتي ادارې تر اوسه کوم کره او باوري ثبوت نه شي وړاندې کولای؟ برعکس، په سلګونو پېښو کې د خطرناکو وسلو او مهماتو د قاچاق مخنیوی شوی، چې د دغه هېواد څخه د افغانستان لوري ته انتقالېدل، چې دا پخپله له ورایه ثابتوي، چې د وسلو اصلي جریان له کوم لوري روان دی.

    دره يي وسلې چې د امریکايي، روسي او نورو پرمختللو وسلو کاپي شوې بڼې دي، په پاکستان کې په کور دننه ارزانه او په اسانۍ سره ترلاسه کېږي. یو چا ته چې د اړتیا وړ شیان د کور په څنګ کې ارزانه او پرته له کوم تکلفه په لاس ورځي، څه اړتیا لیدل کېږي، چې هغه له لرې واټن او اصلاً له لاسرسي وتلې سیمې څخه د وسلو ترلاسه کولو کوښښ وکړي؟ آیا دا له عقل او منطق څخه لرې نه ده؟

    د هېوادونو تر منځ ادعاوې باید په افواهاتو نه، بلکې په کره ثبوتونو او دلایلو ولاړې وي. د دره آدم خېل پر بازار باندې نړیوالو سایټونو او رسنیو په ځلونو ځلونو په کره شواهدو راپورونه خپاره کړي دي، لکه الجزیره، عرب نیوز، څېړنیزو مرکزونو، پوهنتونونو او د بېلابېلو معتمدو یوټیوب چینلونو راپورونه؛ دا صنعت له پخوا راهیسې د همدې سیمې د خلکو له خوا جوړ او نسل په نسل انتقال شوی، زرګونه کسان پکې بوخت دي. نو دا فعالیتونه پټ او ناڅرګند نه دي او اوس د دې ګټو تاوان خپله پاکستان ته رسېږي؛ نو د پاکستان ګټه او تاوان خپل دی او ګواښ یې هم بهرنی نه، بلکې کورنی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ: له ایران سره مو د راتلونکي پړاو مذاکراتو لپاره د پاکستان پر ځای بل هېواد ټاکلی
    راتلونکي مقاله د کاناډا او انګلستان په ګډون لسو هېوادونو د لبنان وضعيت په اړه اندیښنه څرګنده‌ کړې

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ د وسلو د تولید او سوداګرۍ منظم مرکز او د سیمې لپاره ګواښ

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 اپریل 2026

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر: هېواد یې اوکراین سره د شخړې د حل په اړه له امریکا سره د خبرو اترو هرکلی کوي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته د خپل رسمي سفر وروسته…

    ملګري ملتونه: د غزې زیکیم بندر د بشري مرستو پرمخ پرانیستل شوی

    15 اپریل 2026

    د کابل او پاریس ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو خبرې شوي

    15 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر: هېواد یې اوکراین سره د شخړې د حل په اړه له امریکا سره د خبرو اترو هرکلی کوي

    15 اپریل 2026

    ملګري ملتونه: د غزې زیکیم بندر د بشري مرستو پرمخ پرانیستل شوی

    15 اپریل 2026

    د کابل او پاریس ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو خبرې شوي

    15 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.