پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې خپلو امنیتي ناکامیو ته بهرني عوامل ولټوي او د خپلو غلطو سیاستونو پړه پر نورو واچوي، خو حقیقت بل ډول دی. اصلاً پاکستان په سیمه کې داسې یو هېواد دی، چې په ګاونډ کې کوم چا ته زیان ورسېږي، د رسېدلي زیان ریښه په یو نه یو ډول پاکستان ته رسېږي. هلته نامسؤله وسلوالې ډلې روزل کېږي، چې د روزنې کمپونه یې د هېچا له سترګو پټ نه دي؛ هماغه روزل شویو عناصرو ته له دره ادم خېل بازار څخه هر ډول وسله په لاس ورکول کېږي او په هماغه وسله په سیمه کې خواشینوونکې پېښې ترسره کېږي. یو له هغه ډلو څخه چې له دره ادم خېل بازار څخه وسله ترلاسه کوي، داعش ډله ده، چې زیان یې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته رسېږي.
حقیقت دا دی، چې په پاکستان کې د وسلو ترلاسه کول هېڅ ستونزمن کار نه دی، په ځانګړي ډول د دره ادم خېل په څېر بازارونو په موجودیت کې، چيرته چې وسلې په آزاد ډول جوړېږي او پلورل کېږي؛ هلته نه کوم کنټرول شته او نه هم قوي نظارت؛ نو طبیعي ده چې هر ډول ډلې، هغه که ټي ټي پي وي، بلوڅ بیلون پال او که نورې ډلې، په ډېرې اسانۍ سره وسلو ته لاسرسی پیدا کوي. نو بیا د دې ستونزې پړه پر ګاونډيانو اچول هېڅ منطقي نه ده، ځکه چې پخپله د وسلو سرچینه، تولید او وېش د همدې هېواد دننه روان دی.
پاکستان تل دا ادعا کړې، چې ګواکې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې د وسلوالو ډلو لاس ته ورغلې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي، خو دا ادعاوې واقعي نه، بلکې سیاسي بڼه لري. د عیني شاهدانو په وینا، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل مشاهدات شریک کړي، وايي یوازې څو اوونۍ وړاندې د پېښور ترڅنګ په دره ادم خېل بازار کې زرګونه میله امریکايي وسلې د پلور لپاره ښکاره پرتې وي او پرته له دې چې د اخیستونکي هویت وپوښتي، وسلې ورباندي پلورل کېږي. هلته که امریکايي وسلې شته، نو د ترلاسه کولو سرچینه یې بهر نه، بلکې د پاکستان پخپله خاوره کې دننه دي. د پاکستان مخالفې ډلې هم په اسانۍ سره له داخلي تور بازار څخه خپلې اړتیاوې پوره کولای شي، نو بهر ته اړتیا نه پاتې کېږي.
دا هم باید هېر نه شي، چې پاکستان خپله له زیاتې مودې راهیسې د وسلوالو ډلو د پالنې، روزنې او کارونې سیاست کارولی دی؛ کله چې یو هېواد د ستراتیژیکو موخو لپاره نامسؤله وسلوال ځواکونه کاروي، نو دا تمه کول چې دغه ځواکونه به تل په کنټرول کې پاتې شي، یو خطرناک خیال دی. نن چې کوم امنیتي وضعیت په پاکستان کې لیدل کېږي، هغه د بهرنیو توطیو نتیجه نه ده بلکې د پوځي رژیم د تېرو تېروتنو طبیعي پایله ده. پاکستان باید د خپلې ستونزې ریښه په سمه توګه وپېژني؛ کمزوری کنټرول، د هېواد دننه یې د وسلو بازارونه او د وسلوالو ډلو پالنه معلومې ریښې دي. تر څو چې دا بنسټیزې ستونزې حل نه شي، د بهرنیو هېوادونو تورنول به یوازې د حقیقت پټولو هڅه وي.
امریکا خطرناک او ګواښوونکي تسلیحات په افغانستان کې نه دي پرې ایښي، بلکې د جمهوریت له پرځېدو مخکې یې مهم تسلیحات ټول بېرته د پاکستان له لارې سیمه ییزو اډو ته انتقال کړل او یا یې تخریب کړل. که رښتیا هم له افغانستان څخه دومره په پراخه کچه وسلې پاکستان ته اوښتې وای، نو ولې د پاکستان امنیتي ادارې تر اوسه کوم کره او باوري ثبوت نه شي وړاندې کولای؟ برعکس، په سلګونو پېښو کې د خطرناکو وسلو او مهماتو د قاچاق مخنیوی شوی، چې د دغه هېواد څخه د افغانستان لوري ته انتقالېدل، چې دا پخپله له ورایه ثابتوي، چې د وسلو اصلي جریان له کوم لوري روان دی.
دره يي وسلې چې د امریکايي، روسي او نورو پرمختللو وسلو کاپي شوې بڼې دي، په پاکستان کې په کور دننه ارزانه او په اسانۍ سره ترلاسه کېږي. یو چا ته چې د اړتیا وړ شیان د کور په څنګ کې ارزانه او پرته له کوم تکلفه په لاس ورځي، څه اړتیا لیدل کېږي، چې هغه له لرې واټن او اصلاً له لاسرسي وتلې سیمې څخه د وسلو ترلاسه کولو کوښښ وکړي؟ آیا دا له عقل او منطق څخه لرې نه ده؟
د هېوادونو تر منځ ادعاوې باید په افواهاتو نه، بلکې په کره ثبوتونو او دلایلو ولاړې وي. د دره آدم خېل پر بازار باندې نړیوالو سایټونو او رسنیو په ځلونو ځلونو په کره شواهدو راپورونه خپاره کړي دي، لکه الجزیره، عرب نیوز، څېړنیزو مرکزونو، پوهنتونونو او د بېلابېلو معتمدو یوټیوب چینلونو راپورونه؛ دا صنعت له پخوا راهیسې د همدې سیمې د خلکو له خوا جوړ او نسل په نسل انتقال شوی، زرګونه کسان پکې بوخت دي. نو دا فعالیتونه پټ او ناڅرګند نه دي او اوس د دې ګټو تاوان خپله پاکستان ته رسېږي؛ نو د پاکستان ګټه او تاوان خپل دی او ګواښ یې هم بهرنی نه، بلکې کورنی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


