د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې سوډان کې د روانې ۳ کلنې جګړې له امله ۱۱ زره کسان لادرکه شوي دي.
د یادې کمېټې په وینا، پر دې سربېره د یادې جګړې له امله ۱۱ میلیونه کسان بې ځایه شوي او د سوډان د روغتیایي مرکزونو ۷۰ سلنه تاسیسات له منځه تللي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې، چې سوډان کې د روانې جګړې له امله میلیونونه وګړي له سختې لوږې او کړاوونو سره مخ دي.


