د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ۵۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت کندز ولايت کې له عسقلان سبسټېشن څخه تر دشت ارچي ولسوالۍ پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برښنا لېږد سترې پروژې عملي چارې پېل شوې.
د یاد شرکت په وینا، د دغې پروژې چارې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به لسګونه زره کسانو ته ډاډمنه برښنا برابره شي.
د کندز ولايتي مسئولينو او ځایي اوسېدونکو د یادې پروژې د چارو د پېل هرکلی کړی او د دغه ولایت نورو ولسواليو ته یې هم د برښنا انرژۍ د لېږد غوښتنه کړې ده.


