د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري کندوز کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، سرحدونه د اسلامي نظام حدود دي او ساتنه یې ملي مسئولیت ګڼل کېږي.
ښاغلي نوري ویلي، چې افغان حکومت شل کلن انقلاب وروسته په نظامي برخه کې د پر ځان بسیا افغانستان تمه درلوده؛ خو په خبره یې، ځینو افغانانو او بهرنیو اشغالګر هر څه لهمنځه یووړل.
هغه زیاته کړې، چې افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې ځان تر دې ځایه رسولی، چې له کابل څخه اسلاماباد ولي.
نوموړي ویلي، چې افغانان په هېواد کې بل نظام نه غواړي او هغوی چې له خارجه تبلیغات کوي، افغانانو ته د منلو نهدي. په خبره یې، افغان ولس نهغواړي، چې شړل شوي، بیا پر ځان حاکم کړي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د هېواد پولي د اسلامي نظام حدود دي، یوه لوېشت ځمکه موږ ته تر سر ډېر ارزښت لري او افغان حکومت او افغانان به خپله خاوره د سر او مال په بیه وساتي.
نوموړي ویلي، چې «اسلامي امارت» یو خپلواک او مستقل نظام دی او همدې اصل ته په پام له ټولو لوریو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د یادونې ده، چې په دغه غونډه کې د کندوز ولسونو په یوه خوله له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د سر په بیه د اسلامي نظام دفاع ته ولاړ دي.


